IQNA

د قرآن د عالي شورا د لوړتیا د پړاؤ   لپاره  ۴۰۰ قاريانو او حافظانو نامې لیکلي

10:47 - May 07, 2025
د خبر لمبر: 3491079
ایکنا – د قرآن دعالی شورا د لوړتیا  دپړاؤنو دترسره کولو د بلنې د اعلان له وخت راهسې ، څلور سوه قاریانو او حافظانو په دغو پړاؤنو کې د غړیتوب  لپاره نامې لیکلي دي.

ایکنانیوز  د قرآن د  عالي شورا د ارتباطاتو  د  څانګې له قوله راپور راکوي، د اپریل میاشتې په لومړۍ نیټه د قرآن د عالي شورا لخوا د قاريانو د اوولسمې دورې او حافظانو د درېیمې دورې د ارتقاء د ترسره کولو له اعلان وروسته، ۴۰۰ قاريانو او حافظانو په دغو دورو کې د غړیتوب او ګډون لپاره نامې لیکلي دي.

په دغې نوم‌لیکنې کې   ۳۵۰ کسان د قاريانو څانګې او پاتې ۵۰ کسان د حافظانو څانګې پورې اړه لري. اوس‌مهال د  هغو کسانو چې نامې ئې لیکلي دي ،د سوابقو او تخنیکي کچې د ارزونې بهیر روان دی او  پایلې به ئې  په راتلونکې اوونۍ کې  اعلان شي. په ورته وخت کې به د ارتقاء غونډو رسمي غړي وټاکل شي، وروسته به د ټولګیو ویش او د هر ټولګي لپاره د استاد ټاکل ترسره شي.

د یادولو ده چې  ، د حافظانو د ارتقاء وروستۍ دوره په ۱۳۹۰  لمریزکال کې ترسره شوې وه، خو د ګډون‌کوونکو د مناسب هرکلي   د نه کیدا  له امله بنده شوه. اوس د ۱۳ کلونو له وقفې وروسته، د حافظانو په پرله‌پسې غوښتنوپسې، دا دوره بیا پیلېږي.

 https://iqna.ir/fa/news/4280603  

captcha